د پروان او غزني ولایتونو سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي، چې په دغو دوو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو په له امله څلور تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي. د پروان د ترافيکو مديريت د ترافيکي پېښو د څېړنې مشر ویلي، چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د شينوارو ولسوالۍ د باغ افغان په کلي کې يو کرولا موټر له سړکه واوښت او چپه شو او سیند ته ولوېد، چې له امله یې یوه ښځه مړه او دوه نارینه ټپیان شول. محمدي زیاتوي، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په دغه موټر کې سپاره کسان سیاه ګرد ولسوالۍ ته پر لاره وو. له بلې خوا د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي وايي، چې پرون ماښام د کلا قدم په سیمه کې دوو تنو موټر سایکل سپرو د ټکر له امله خپله ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه راز پرون د غزني د اندړو ولسوالۍ په بازميري سيمه کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله هم یو کس مړ شوی دی.
































