پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې د دغه هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان ته، د اتو بېلابېلو دوسیو په برخه کې د روان کال د جون میاشتې تر اتمې ضمانت لیک صادر کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې عمران خان نن سهار راولپنډۍ ښار ته ولاړ چې د فساد او اختلاس د څو دوسیو په هکله د ځوابوېینې ملي دفتر کې حضور پیدا کړي. د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د دغه هېواد د سترې محکمې له خوا د فساد او اختلاس پر څه باندې سلو دوسیو تورن شوی او باید په ټاکلې نېټه د دغه هېواد په سترې محکمه کې حاضر شي.
































