د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له مرستیال والي او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس کتلي دي. په دغه کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو او په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په هکله بحث او خبرې اترې شوې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت مرستیال والي ته د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په برخه کې ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د پلتوني بند د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی جریان لري. نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو د مدیریت او تنظیم د پروژو د پلې کولو په برخه کې به هم د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دې ولایت د خلکو ستونزو د حل لپاره اړینه پاملرنه وشي.
































