د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وایي چې په کابل کې یې د پاکستان له سفیر زاهد نصرالله سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو، زندانیانو پر خلاصون، تاوتریخوالي پر کموالي او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي. پاکستاني لوري دغه راز ډاکټر عبدالله ته ویلي چې د اړیکو لا پراختیا په موخه دې پاکستان ته سفر وکړي. ډاکټر عبدالله عبدالله هم د سولې په برخه کې د پاکستان له هڅو مننه کړې ده او ددغه هېواد له حکومت یې غوښتي چې خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي. نوموړي ویلي چې په مناسب فرصت کې به د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په موخه پاکستان ته سفر کوي.
































