د نيمروز ولایت سيمه ييز چارواکي وايي، چې په تېرو پنځو مياشتو کې يې تر ١٦٠٠ ډېر په نشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره کندهار ته لېږلي دي. دغه چارواکي زیاتوي چې د زرنج ښار او د نیمروز ولایت له ولسوالیو څخه ۹۰ سلنه روږدي راټول شوي او د ټولولو لړۍ یې لا هم روانه ده. بلخو د دې ولايت اوسېدونکي په نشه يي توکو د روږدو کسانو له راټولېدو خوښي څرګندوي او له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د دغو کسانو د درمنلې لپاره خپلې هېڅې لا زیاتې کړي.
































