په پکتيا کې يو شمېر څاروي لرونکي په دغه ولايت کې د غواګانو د پوستکي د ناروغۍ له زياتوالي اندېښمن دي او له مسوولينو څخه غواړي چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونيسي. د مالدارانو د معلوماتو له مخې، دا ناروغي له پاکستان څخه هېواد ته داخله شوې او که مخه يې ونه نيول شي، نو څاروي لرونکي به له ستر زيان سره مخ شي. له بلې خوا د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارواکي په دغه ولايت کې د دغې ساري ناروغۍ د لا خپرېدو د مخنيوي په موخه د سل زره ډوزو و واکسين د تطبيق د پيل خبر ورکوي. ددغه ناروغۍ د خپرېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې څه موده مخکې کرنې وزارت په ټول هېواد کې د غواګانو د پوستکي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسینو د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی و.
































