د شلمې پېړۍ په پيل کې له لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته چين د يوه بريالي هېواد په توګه ثابت حکومت نه درلود. امپرياليستي هېوادونو په چين له تېري کولو څخه همدغه هدف تر لاسه کاوه، خو په جګړه کې برياليو هېوادونو امريکا، برېټانيي، فرانسې او جاپان ټولو غوښتنه کړې وه، چې له چين څخه ګټې ترلاسه کړي، څو خپل سيال کمزوری کړي او د چين په اړه مختلفې رويې يې غوره کړې وې، چې د دوی په منځ کې تضادونه زيات هم و.
په سلو کلونو کې چين د هېواد پرمختګ لپاره ډېرې هلې ځلې کړې او کوي يې. د نوي چين له جوړېدو وروسته د سوله یيز پرمختګ له بهير وروسته په لسګونو کلونو کې د لوېديځو هېوادونو د صنعتي انقلاب راهيسې د نژدې دوو سوو کلونو د پرمختګ کارونه بشپړ کړي دي. اوس چين په ټوله نړۍ کې دويم لوی اقتصاد ګرځېدلی دی. خو سل کاله وروسته، د امريکا په مشرۍ د جي ۷ ګروپ غړو د جاپان په هيروشيما شي (Hiroshima shi) کې راغونډ و او د تش په نامه له چين سره د مقابلې لپاره يې د ګډې نظريې په غوره کولو سره لا هم چين ته لارې لټولې. خو د دغه ګروپ په دننه کې رښتینې او غښتلې اړيکې نه شته او تضادونه لا هم پکې زيات دي.
اوسمهال د سل کاله مخکې تاريخ ته ورته پېښه روانه ده، خو اوسنی حالت په بشپړه توګه متفاوت دی. د لوېديځو هېوادونو په هکله د غلا کولو او کنټرولولو پر بنسټ اصلي بڼې نه دي بدلې شوې او دوی لا هم د ځان د تسلط په ډرامه کې ښکېل پاتې دي او دوی ټول غواړي چې نوی پرمختګ موندلی هېواد کمزوری کړي. خو په هر حال چې دوی غواړي که نه، نننی چين به د دغو هېوادونو په خوښه مزل ونه کړي.
د جي ۷ سرمشریزه غونډه تازه پای ته رسېدلې ده، چې د همکاريو او ډيالوګ پر بنسټ د څو اړخيز سازمان فعاليت نه و، په حقيقت کې د توطيو راټولولو پر بنسټ يو بهیر و. د دغه ګروپ غړي امريکا د قرضونو په بحران کې ډوب ده، جاپان د دغې غونډې د کوربه هېواد په توګه په هيروشيما شي کې، چې د دويمې نړيوالې جګړې پرمهال د امريکا لخوا اټومي بم پرې کارول شوی، کوشش کوي، چې د امريکا ملاتړ تر لاسه کړي. ځکه چې جاپان غواړي د دفاع شکل لغوه کړي او سمندر ته ذروي ککړې اوبه ورخوشې کړي. د دغه ګروپ په دننه کې ډېرې مسئلې شته، خو دوی خپلې مسئلې حل نه کړې، بلکې په چين متمرکز و، تش په نامه د چين د اقتصادي ګواښونو د مخنيوي لپاره يې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې سختې لاسوهنې کولې.
د جي ۷ سرمشریزې غونډې نتيجه دا ده، چې اووه هېوادونه به د توليداتو د برابرولو ځنځير پياوړتيا له لارې کمزورې برخې کمې کړي، څو کليدي او نوې ټکنالوژۍ ساتنه وکړي. خو چين به د دوی له دغې کړنې وېرېږي؟
نوی چين په لسګونو کلونو کې له ډېرو ستونزو سره کلکه مبارزه کړې، برعکس د لوېديځو هېوادونو د ساينس او ټکنالوژيو بنديزونو د چين هڅونه کړې، چې په خپلواکه توګه یې پرمختګ موندلی دی. په ډېرو کلونو کې د اقتصاد د نړيوال کېدو په ژورتيا سره له بېلابېلو هېوادونو سره ټينګې اړيکې جوړې کړې او چين د نړۍ د اقتصادي ځنځير او د ټکنالوژيو د توليد چارو ځنځير کې مهمه ځای خپل کړی دی. له ۲۰۱۳م کال څخه تر ۲۰۲۱م کال پورې، نړۍ ته د چين د اقتصاد د برابرولو انډول ۳۸اعشاريه ۶سلنې ته رسېدلی، چې په نړۍ کې لومړی مقام ګڼل کېږي او د جي ۷ ګروپ د غړو له عمومي اندازې څخه زيات هم و.
يو قطبيزه نړۍ کمزورې شوې ده او د امريکا په مشرۍ د لوېديځو هېوادونو تسلط د شک وړ ګرځېدلی دی. د نړيوال نظام د څو اړخېزم غوراوی اړين تمايل ګرځېدلی دی. د امريکا په مشرۍ د تسلط ساتونکي ښايي چې د امپريالېزم په خوب کې ویده پاتې دي، خو د چيني شکله عصري کېدو د لټونې او تطبيق سره سره د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره د چين خوب په حقیقت بدلیدونکی دی.
































