د خوست ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې یو کانال چې د ۲۲۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري، د ۱۹۰ زره ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د چارواکو په خبره، چې داوبو دغه کانال ۱۷۰۰ متره اوږدوالی لري. د خوست ولایت اوسېدونکي د رغنیزو پروژو له پیل کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ له حکومت څخه د ورته نورو پروژو د پیل غوښتنه کوي.
































