د نورستان ولایت چارواکي وايي، چې ددې ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د ۲۴ ټولګټو پروژو چارې پیل شوې. د چارواکو په وینا، چې په دې پروژو کې سړکونه، استنادي دېوالونه، سربندونه او کانالونه شامل دي، چې ورسره به ۷۰۰ کسانو د کار زمینه هم برابره شي. چارواکي زیاتوي، چې ددې پروژو مالي ملاتړ د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې کوي.
































