د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر(اوچا) وايي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره په افغانستان کې ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.اوچا نن په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې هېواد کې مختلف ټکانونه د روغتیا په برخه کې د دغې اړتیا سبب شوي دي.د ملګروملتونو دغې ادارې ټینګار کړی، چې د ژوند د ژغورنې روغتیايي خدمتونو په برخه کې نه پانګونه به افغانستان کې د ډیرو اړو کسانو ترمنځ د مړینو د شمیر او د ناروغیو د زیاتیدو سبب شي.د ملګروملتونو د یو راپور له مخې افغانستان کې په روان کال کې بشري روغتیايي خدمتونو ته د اړو افغانانو شمیر ۱۷.۶ میلیونو کسانو ته رسیږي.
































