د بدخشان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په مرکز او یفتل ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله دوه ماشومان مړه شوي او لږ تر لږه پينځه تنه نور ژوبل شوي دي. د سرچینې په خبره، د دغې طبيعي پېښې په ټپيانو کې دوه ښځې او درې نارينه شامل دي.د یوبل خبره له مخې په غور ولايت کې هم په تېرو درېيو ورځو کې د سېلابونو د راوتلو له امله لږ تر لږه اته کسان مړه شوي او سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه خرابه شوې ده.
































