رویټرز خبري اژانس ویلي، چې ایران نن پنجشنبه خپل دوه زره کیلومتره واټن ویشتونکی بالستیک توغندی بریالی وتوغاوه. دا راکت د تاکتیکي وړتیاوو د رامنځته کولو لپاره د مایع تېلو پر پرمختلليو ماشینونو سمبال شوی دی.د راپور له مخې، دا توغندی پوره نښه ویشتونکی دی او وروستي پړاو ته له لارښوونې پرته ۲۰۰۰ کیلاومتره واټن ته ځان رسولی شي.
































