د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ سلاکارې سوزن رایس په خپله یوه وروستۍ مرکه کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژل کېدو او د روسي استخباراتو له لوري طالبانو ته د انعام ورکول کېدو په اړه څرګندونې کړې دي. نوموړې ویلي ټرمپ په دې وروستیو کې داسې اقدامات ترسره کوي چې په ښکاره د پوتین په ګټه دي. هغه وایي پوتین او روسیه د امریکا ستر سیالان دي خو ټرمپ په لوی لاس هڅه کوي پوتین له ځان خوشاله وساتي او د مسکو پر کړنو سترګې پټې کړي. رایس وایي ټرمپ ارو مرو په ټاکنو کې د روسیې مرستو ته سترګې په لار دی، نو ځکه یې په افغانستان، اروپا او نورو هېوادونو کې د روسي استخباراتو پر کړنو سترګې پټې کړې دي. نوموړې ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو په ساتنه کې هم ناکام بللی دی.
































