د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۹ صنعتي پارکونو د جوړولو چارې روانې دي. د دې وزارت ویاند د افغانستان په ملي او نړۍوال صنعتي سمپوزیم کې وویل، افغانستان د ۵۰ قلمه توکو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلی دی. له دې سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د صنعت وده د اقتصاد د پراختیا او کارموندنې لپاره ډېره مهمه ده. له بل لوري د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې سرپرست وايي، دغه اداره هڅې کوي چې، هېوادوالو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان د صادراتو ارزښت ۲ مېلیارد ډالرو ته ورسېد او د تېرو کلونو پر تله د زیاتوالي ښکارندويي کوي.
































