د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې د وروستي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښيي او پر ټولو غاړو غږ کوي چې د سولې هڅې ګړندۍ کړي. ددغه سازمان مشر ډاکټر یوسف العثیمین ویلي، له ټولو اړخونو یې غوښتنه دا ده چې د تلپاتې اوربند لپاره لاس په کار شي او د داسې سولې لپاره پوره هلې ځلې وکړي چې له ډېر وخت راهیسې یې افغانان په تمه دي. نوموړی وايي، د افغانستان هغه وروستي تاوتریخوالي اندېښمن کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې ولسي وګړي وژل شوي. ډاکټر العثیمین د خبرو مثبت پرمختګ ته په اشاره د ا هم ویلي، ټول افغانان باید د افغانانو په مشرۍ د تلپاتې سولې او پخلاینې لپاره خپلې هڅې ونه سپموي. د دغه سازمان سرمنشي وايي هیله من دی چې د سولې روانې هڅې به د افغانانو هوساینې او افغانستان ته د پرمختګ، امنیت او ټیکاو راتلو سبب شي.
































