د رياستالوزرا اداري مرستيال په مشرۍ غونډه کې د دفاع وزارت د پرچون خريداريو لپاره له وړاندې د اداينې پر څرنګوالي، د جمهوريت روغتون د اصلاحاتو طرحې پر تطبيق، د ملي بس مسافر وړونکي شرکت پر فعاليت، د تخنيکي مطالعاتو ادارې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو، عامې روغتيا او کار، ټولنيزو چارو وزارتونو پر اړوند او اجنډا کې شاملو نورو موضوعاتو بحث شوی او د یادو موضوعاتو اړوند لازمې پرېکړې شوې دي. په دې غونډه يوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، ترڅو یاد موضوعات په هر اړخيز ډول وارزوي او پايله يې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.
































