د پکتيا د پوهنې رياست مسوولين وايي چې د يونیسف ادارې په مالي ملاتړ په مرکز ګردېز او څلور ولسواليو کې د۱۵۰ لومړنيو سيمه ییزو یا محلي زده کړو ټولګي جوړېږي چې نږدې ورځو کې به د تدریس چارې پکې پيل شي. د دغه ولایت د پوهنې ریيس وايي، چې دا سيمه ییز ټولګي د پوهنې ریاست تر څار لاندې د يادو موسسو لخوا د مرکز ګردېز په ګډون احمدآبا، زرمت، سيدکرم او روحاني بابا ولسواليو کې جوړېږي، چې د ښوونکو ګمارنې پروسه يې په بشپړېدو ده، ورسره به سلګونو نجونو او هلکانو ته د زده کړو زمينه برابره شي. نوموړي ویلي چې له همکارو موسسو څخه يې د نورو ورته سیمه ییزو ټولګيو د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده. د يادونې وړ ده، چې په دې ټولګيو کې زده کوونکو ته قرطاسيې، کتابونه او د ښوونکو معاشونه هم د يادې موسسې لخوا ورکول کېږي.
































