محمد هارون سیدي ترکمنستان کې د افغانستان سفارت تجارتي اتشه ټاکل شوی. په عشق اباد کې د افغانستان سفارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نوموړی دغه سفارت کې د تجارتي اتشې په توګه ټاکل شوی دی. د سفارت سرپرست فضل محمد صابر په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اړیکو او اقتصادي همکاریو په پراختیا کې یې د سوداګرۍ او پانګونې پر رول ټینګار کړی.
































