د ټرمپ د ملي امنیت پخوانی سلاکار وایي ولسمشر ټرمپ تر کار ډېر تلویزیون ګوري. نوموړي له سي بي ايس سره په تازه مرکه کې ویلي ټرمپ په کاري دفتر کې ډېر کم وي، له سلاکارانو سره یې ډېرې کمې خبرې کوي، خو د کاري دفتر پر ځای تر ډېره د تلویزیون په کوټه کې وي او چینلونه اړوي را اړوي. بولټن وایي د ټرمپ د وخت ډېره برخه همدا د چینلونو په اړولو او تلویزیون کتلو تېرېږي. هغه همدا راز ویلي ډېر داسې معلومات ورسره شته دي چې ښيي ټرمپ په سم لوري نه دی روان خو د ملي ګټو په خاطر خوله پټوي.
































