د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د بهرنیو وګړو، په تېره په دې هېواد کې د مېشتو افغانانو د مدیریت لپاره د یوې ادارې د جوړولو خبر وکړی دی. ځينو ايرانۍ رسنيو خبر ورکړى چې د دې هېواد د کورنيو چارو وزير ايران ته د افغان وګړو د تګ لاملونه په ګوته کړي او ويلي يې دي چې که څه هم په ايران کې يو شمېر افغانانو قرباني ورکړې، خو یو شمېر داسې افغان کډوال په کار بوخت دي چې د کار وزارت لپاره د منلو وړ نهدي. د ایران د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، د دې ادارې د جوړولو طرحه د تصویب لپاره د اسلامي شورا مجلس یا د ایران پارلمان ته استول شوې ده.
































