روسیې ځواکونو د اوکراین د دنیپرو ښار پر یو روغتیايي مرکز برید کړی چې په پایله کې یې ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. د اوکرایني چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون ۲۳ نور ټپیان دي. په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلنسکي دا پېښه د بشر ضد جنایت بللی. د روسیې دفاع وزارت بیا ویلي چې ځواکونو یې د اوکراین د وسلو پر مهم ډیپو برید کړی.
































