د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره کتلي دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې په نننۍ کتنه کې پاکستان ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت په مشرۍ د سیاسي او سوداګریز پلاوي ترسره شوی سفر مثبت وارزول شو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو د ودې په هکله تعقیبي یادونې وشوې. نوموړی لیکلي چې په دې ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په غوښتنه او ټینګار د هېوادوالو د تګ راتګ په برخه کې د اسانتیا رامنځته کېدو په موخه د پاکستان سفارت او د بهرنیو چارو وزارت کونسلي ریاست ترمنځ د یوې ګډې کمېټې پر جوړېدو هوکړه وشوه. په دغې لیدنه کې نظاماني د هغو پاکستاني زدهکړیالانو په هکله چې افغانستان ته د زدهکړو په موخه راځي د ویزو د وخت د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
































