نن د ترکیې خلک د خپل هېواد د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې ګډون کوي. د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پرمختګ ګوند مشر رجب طیب اردوغان او د شپږو ګوندونو د ایتلاف ګډ کاندید کمال قیلچدار اوغلو د مې د ۱۴مې نېټې د ټاکنو په لومړي پړاو کې د پنځوس سلنې رایو په ګټلو کې پاتې راغلل. ۶۹ کلن اردوغان له شلو کلونو راهیسې په واک کې دی. د اردوغان سیال ۷۴ کلن اوغلو ویلي، که ټاکنې وګټي نو د ښځو حقونه به پیاوړي کړي او د سوریې کډوال به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.
































