د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په کابل کې اړمنو مېرمنو ته د مرستو د وېش بهیر په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، نړیوال باید افغانان هېر نهکړي او غوښتنه يې وکړه چې له اړمنو افغانانو سره داسې مرستې وکړي چې د هغوی بنسټیزې ستونزې حل شي. نوموړي همداراز وویل، اوس په افغانستان کې سراسري امن دی او پر نړیوالو یې غږ وکړ چې افغانان کډوالۍ ته د اړ ایستلو پر ځای د افغان کډوالو په راستنولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
































