د پاکستان شمال کې د واورې ښویېدو له کبله ۱۱ تنه ځايي کوچیان مړه شوي چې یو پکې څلور کلن ماشوم هم دی. واوره هغه مهال وښویېده چې یوشمېر کسان د شونټر تنګي له لارې د وزو له رمې سره تېرېدل. به دغه پېښه کې ۲۵ تنه نور ټپیان شوي او د ژغورنې عملیات لا روان دي. د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پېښه کې پر مړه شویو خلکو خواشیني ښودلې. ده ویلي چې د واورې ښویېدو پېښې د اقلیمي بدلون له کبله ډېرې شوې دي. دا پېښه پرون سهار وختي په هغه تنګي کې شوې ده، چې د ګیلګت بلتستان استور ولسوالي له ګاونډي د پاکستان تر واک لاندې ازاد کشمیر سره نښلوي.
































