د تورخم بندر مسوولین وایې، چې له پاکستان څخه هره ورځ له ۲۰ – ۷۰ کورنۍ د تورخم له لارې هېواد ته راستنېږي، چې په تېرو دوه میاشتو کې د راستنو شویو کډوالو کورنیو شمېر ۲ زره ۸۰۰ ته رسېدلی دی. مسوولین زیاتوي، چې راستانه شوي کډوال په ننګرهار، کونړ، لغمان ،لوګر، ارزګان، کندز، هلمند او نورو ولایتونو کې ځای پرځای شوي دي. د تورخم بندر د انتقالاتو آمر محمد بخت جمال ګوهر د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه د افغان کډوالو راستنېدو لړۍ د چټکوالي لاملونه په هېواد کې د سرتاسري امن ټينګښت، د هغوی ستونزو ته پر وخت رسېدنه او کډوالو ته د کاري زمینې برابرېدل په ګوته کړي دي.
































