د خوست د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې په مرکز متون سربېره، په تڼيو، اسمعيل خېلو مندوزيو، سپېره او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د څښاک اوبو ۱۶ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. په دې اړه تڼيو ولسوالۍ کې جوړو شویو مراسمو کې د خوست مرستيال والي وویل، چې نن د بشپړ امنیت په شتون کې د دې وخت رارسېدلی چې ټول په ګډه د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلو. د خوست د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس وویل، چې دغه شبکې د ۲۳ زره ۴۷۰ مترو په اوږدوالي د ۴۶ میلیونو، ۷۹۹ زره او ۷۴۶ افغانۍ لګښت جوړې شوې، چې له ګټو څخه به یې۱۹ زره ۴۴۶ کسان ګټه واخلي.
































