د افغانستان د سرې میاشتې رییس وايي، خلکو ته پر مرستو سربېره د کاري فرصتونو زمينه هم برابره وي. د سرې میاشتې رییس دا څرګندونې اروزګان ولایت ته د سفر پر مهال کړې دی. نوموړی وايي، له بېلابېلو مرسته کوونکو سازمانونو څخه يې غوښتنه کړې چې اړمنو کسانو ته د مرستو پر ځای دې هغوي ته د کار زمينه برابره کړي. د افغانستان د سرې میاشتې رییس وايي، دا مهال په افغانستان کې په ميليونه اقتصاد ځپلو خلکو ته په يوازې سر ځان رسول ناشوني دي او باید په دې برخه کې ورسره نړيوال او خلک همکاري وکړي. نوموړی وايي. د دوی لومړنۍ هڅه اړمنو کسانو ته بشري مرستې رسول دي او ترڅنګ يې غواړي چې په ټول هېواد کې خلکو ته د کار زمينه برابره کړي.
































