په شمال کې د سیندیزې حوزې ریاست مسوولین وایي، چې د جوزجان په قرقین او خماب ولسوالیو کې د آمو سیند غاړې د بېړنيو تحکیماتو چارې بشپړې شوې. د شمال سیندیزې حوزې عمومي رییس ویلي، چې د جوزجان په قرقین او خماب ولسوالیو کې د آمو سيند غاړو د بېړنيو تحکیماتو چارې د نږدې ١٥ میلیونو افغانیو په لګښت د ٣ میاشتو په موده کې بشپړې شوې. هغه زیاته کړې، چې په دغه پروژه کې ١٨ زره کسانو په رضاکارانه ډول کار کاوه. د یادونې وړ ده، چې له وړاندې د بلخ کې په شورتېپې ولسوالۍ کې هم د آمو سيند غاړو د بېړنيو تحکیماتو چارې بشپړې شوې وې.
































