د اېس ټي ار نیوز د راپور له مخې؛ د بې وزلۍ د کمولو او دوامداره پرمختګ په اړه د شانګهای د همکارۍ سازمان فورم د چین، د شان شي ولایت په یانګلینګ کې پیل شو. په دې فورم کې معتبر نړیوال استازي د بې وزلۍ د له منځه وړلو او دوامداره پرمختګ په موخه سره راټول شوي دي.
د چين د کمونېست ګوند د ولايتي کميټې د تشریفاتو غړي او د شان شي ولايت اجرائيه رئيس وانګ شياو ټولو حاضرينو ته تود هرکلی ووایه او د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د دوامداره پرمختګ د پر مخبيولو په برخه کې يې د ګډو کوښښونو اهميت بیان کړ.
د چين د کمونېست ګوند د شان شي ولايت د کميټې منشي او د شان شي ولايت د ولسي کانګرس د دايمي کميټې رئيس جاو يد په خپله مهمه وينا کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين پر پام وړ لاسته راوړنو رڼا واچوله. هغه د کلیو او کرنې د پرمختګونو لپاره راتلونکي پلانونه هم په ګوته کړل، چې موخه یې د فورم د ګډونوالو هڅول وو، څو نوښتي تګلارې او اغیزناکې پالیسۍ وپیژني.

د چين د خلکو د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې مرستيالې او د شانګهای د ښه ګاونډيتوب، د دوستۍ او همکارۍ د کميټې رئيسې مادام شن يو يو، د چين د بې ساري برياليتوب د ستاينې په ترڅ کې د بې وزلۍ له منځه وړل يوه معجزه وبلله. هغې پر دې ټينګار وکړ چې چين د ملګرو ملتونو د دوامدار پرمختګ له موخو څخه يوه لسيزه مخکې ټاکلې موخه پوره کړې ده او د شانګهای همکارۍ سازمان پر غړو هېوادونو يې غږ کړی، چې د بې وزلۍ د کمولو او د خپلو وګړو د هوساینې په برخه کې همکاري وکړي.
د پرانیستې په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال کوچکاروف او د پاکستان د مشرانو جرګې مرستیال میرزا محمد اپریدي په ګډون د ازبکستان او پاکستان استازو د بې وزلۍ د کمولو په برخه کې د خپلو هېوادونو تجربې شریکې کړې. دوی له بې وزلۍ څخه د چین د ګڼ شمېر کلیو د را ايستلو په برخه کې د چين د ولسمشر د مثبت رول ستاينه وکړه او له دغې نړيوالې ننګونې سره د مقابلې لپاره يې د نړيوالې همکارۍ پر اهميت ټينګار وکړ.
دا چې بې وزلي یوه دوامداره نړیواله ننګونه ده او د ناروغیو او سیمه ایزو شخړو له امله لا زیاته شوې، د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمنشي جانګ مینګ د دې خنډونو د لرې کولو او دوامداره پرمختګ ته د رسیدو لپاره د ګډو هڅو او نوښتونو د ستراتېژۍ غوښتنه وکړه.
دا درې ورځنی فورم، چې ټاکل شوې د می تر ۳۱ مې نیټې پورې دوام وکړي، هڅه به پکې وشي، چې د غړو هیوادونو ترمنځ د ژورو بحثونو، د پوهې شریکولو او د ستراتیژیو جوړولو لپاره د یو پلیټ فارم په توګه کار وکړي. ددې فورم پایلې او پالیسۍ به وکولای شي چې په ټوله نړۍ کې د ملیونونو خلکو په ژوند کې د پام وړ مثبت بدلون راولي.
































