د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په دغه ولایت کې د چرګانو د غوښې بیه لوړه شوې ده. دوی زیاتوي، د چرګانو د یو کیلو غوښې بییه له ۱۵۰ افغانیو څه باندې ۲۰۰ افغانیو ته لوړه شوې او په وینا یې ډيری خلک یې د پېرلو وس نه لري. د چرګانو د غوښې ځينې پلورونکي بیا د چرګانو د غوښې د بیې لوړېدو لامل دکورنیو تولیداتو کمېښت بولي خو ځايي مسوولین بیا، د دې ستونزې د ژر تر ژره هواري ډاډ ورکوي.
































