روغتیا وزارت وایي چې په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله ۳۴ کسان مړه شوي دي چې ورسره له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو شمېر ۸۹۸ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې په همدې موده کې د کرونا وبا ۶۶۸ نمونې څېړل شوې دي چې یوازې د ۲۳۹ هغو پایله یې مثبته وه. روغتیا وزارت ویلي چې له تازه شمېرو سره پر کرونا وبا د اخته کسانو ټول شمېر ۳۳ زره او ۱۹۰ ته پورته شوی دی. د یاد وزارت په وینا؛ دغه راز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له همدې ناروغۍ ۷۳۷ کسان بېرته روغ شوي هم دي چې ورسره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر بیا ۲۰ زره او ۱۰۳ ته لوړ شوی دی.
































