پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ګمرک پنځه تنه کارکوونکي د پېښور ښار د متاني کلي کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې ټپيان شوي دي. په راپور کې د متاني سیمې د پولیسو پر حواله راغلي چې د دواړو لورو ترمنځ له نښتې وروسته وسلهوال کسان له سیمې تښتېدلي او په دې هکله څېړنې پيل شوې دي. پاکستاني پولیسو ویلي چې په پېښه کې د دوو تنو ټپي شویو کسانو حالت نازک دی. تر دې پېښې یوه ورځ وړاندې د خیبر پښتونخوا دېره اسماعیل خان کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان په قافله برید شوی و چې پکې ۲۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
































