د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د عوفي بهرام د کانونو د استخراج او پروسس شرکت له مسوولینو سره په پکتیکا ولایت کې د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولیدي فابریکې جوړولو د عملي چارو د پیل په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې نوموړي شرکت د یادې پروژې د عملي چارو د پیل لپاره خپل چمتووالی ښودلی او د عملي چارو د پیل لپاره د زمېنې برابرولو لپاره دواړو لورو د لومړنيو چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی. همدارنګه، په دې لیدنه کې د یاد شرکت مسوولینو په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې هم د فعالیتونو ترسره کولو لیوالتیا څرګنده کړې او د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د دوی له لیوالتیا څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړی، چې د اوبو او برېښنا وزارت به په اړوند برخو کې له دوی سره همکاري وکړې. د یادونې ده، چې څه موده مخکې د اوبو او برېښنا وزارت او د یاد شرکت ترمنځ د ډبرو سکرو له سرچینو څخه د ۷۲ میګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کولو لپاره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شوی و.
































