د حکومت د کابینې په ننۍ غوڼډه کې پرېکړه شوې ده چې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به یوه یوه ښځه د والي د مرستیالې په توګه معرفي شي. د ولسشر ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبري غونډې ته په خبرو کې وویل چې د والیانو د مرستیالانو په توګه د ښځو د معرفي کېدو وړاندیز ښځو چارو وزارت کړی و چې د کابینې له لوري منظور شوی دی. د نوموړي په خبره، کابینې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې په دې برخه کې هر څه ژر اړین اقدامات وکړي.
































