د خوست په ځايي میدان او نادر شاه کوټ ولسوالیو کې د اوبو رسونې د ۲ شبکو د بیا رغونې قراردادونه له ځایي پراختیایي شوراګانو سره لاسلیک شوي دي. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس وايي، چې دغه شبکې په ځاځي میدان او نادرشاه کوټ ولسوالیو کې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ د ۲.۴ میلیونو افغانیو په لګښت بیارغول کېږي، چې په جوړېډو سره به یې ۴۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. هېره دې نه وي، چې پرون هم په دغه ولایت کې د نږدې ۴۷ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک ۱۶ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې، چې پرمټ یې څه باندې ۱۹ زره کسانو د څښاک اوبه برابرې شوې وې.
































