امریکا ته تازه تللي افغانان چې د بشردوستانه مېشتېدنې دوه کلنه موده یې په پوره کېدو ده، د دې اونۍ له نیمايي څخه وروسته کولی شي په امریکا کې د خپل قانوني ژوند او کار د دوام لپاره غوښتنلیکونه ورکړي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د مې په پیل کې اعلان وکړ چې په شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره چې د بشردوستانه ویزو له لارې ورغلي، کولی شي د جون په میاشت کې په آنلاین بڼه د بیا پیرول کېدو لپاره درخواستونه وسپاري. وزارت همدرانګه د افغانانو څخه غوښتي چې په امریکا کې د دایمي پاتې کېدو لپاره که په شرایطو برابر وي، د ځانګړو ویزو او یا پناه اخیستو بهیر دې تعقیب کړي. د دې افغانانو د غوښتنلیکونو د اخیستو لپاره د امریکا په مختلفو برخو کې پنځه ځانګړي مرکزونو پرانستل شوي دي. امریکا مېشت افغان کارپوهان د ولسشمر بایډن د ادارې دا ګام د نوو ورغلو افغانانو لپاره ښه زیری بولي چې ورسره به د بشردوستانه لنډمهالو ویزو لرونکو افغانانو ځینې اندېښنې لرې شي.
































