له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پکتیا، پکتیکا، میدان وردګو او خوست ولایتونو کې د وروستیو اورښتونو له امله درې تنه مړه او یو بل ټپي شوی دی. د نوموړي په وینا ۳۰ کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي دي. د دغه وزارت د شمېرو پر بنسټ، د زمري مياشتې له لومړۍ نېټې راهيسې په ١٣ ولايتونو کې ٢٤ کسان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي، ١٢٠ کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او څه باندې درې زره کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.
































