د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت سولې ته پوره ژمنتیا لري. نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې د حکومت له زندانونو د طالب زندانیانو خوشې کېدو ته په اشارې وویل چې حکومت د سولې لپاره کلکه اراده لري او تر اوسه پورې یې د سولې پروسې اسانتیا لپاره ټولې اړینې چارې ترسره کړې دي. نوموړي د سولې پروسې بندښت ټوله پړه پر طالبانو اچولې او زیاته کړې یې ده چې یادې ډلې نه یوازې د افغانانو بلکې د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هم درناوی نه دی کړی او د تاوتریخوالي په دوام یې د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې د تاوتریخوالي کمېدل د ټولو لوریو جدي غوښتنه ده او دوی هیله لري چې طالبان د تاوتریخوالي په کمېدو سره د سولې خبرو ته چمتوالی وښیي.
































