د امریکا د فلوریډا ایالت په یوې ساحلي سیمه کې د ډزو یوې پېښه کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي دي. د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس په وینا، پېښه پرون ماښام شوې ده. اژانس د پولیسو د یوې ویاندې دیانا بتینسکي په حواله ویلي چې د پېښې ټپیان سیمه کې د ماشومانو یوه روغتون ته لېږدول شوي دي. پولیسو ویلي، له لومړنیو څېړنو معلومه شوې چې د دوو ډلو ترمنځ لانجه په ډزو اوښتې او دوی په دې تړاو یو مشکوک کس نیولی هم دی.
































