د فاریاب په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د یو فلانکوچ موټر د چپه کېدو له امله د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي. د فاریاب ولایت د ترافیکو ریاست د حوادثو مدیر احمد فهیم کوهي وايي، چې په ټپیانو کې دوې مېرمنې هم شاملې دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې یوه ورځ وړاندې هم د یاد ولایت په قرغان ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له کبله یو تن وژل شوی و. په هېواد کې ډېری ترافیکي پېښې د خرابو لارو او موټر چلوونکو د بې غورۍ له کبله رامنځته کېږي.
































