د بامیان ولایت په هوايي ډګر کې بهر ته د ۱۲ قلمه تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر وايي، یاد شمېر اثار د تېر کال د لېندۍ میاشتې راهیسې د امنیتي ځواکونو له لوري له بهرنیو وګړو څخه نیول شوي، چې غوښتل يې بهر ته يې په قاچاقي ډول ولېږدوي. په یادو لرغونو اثارو کې خټین لوښي، قیمتي ډبرې او اوسپنیزه حکاکي شوې لوحه او یو شمېر نور توکي شامل دي. د دغه ولایت امینتي مسوولینو له بهرنیو وګړو څخه همدارنګه د بودا د مجسمو خاوره او تېږې، چې شمېر يې کابو ۱۰ کیلو ګرامو ته رسېږي ترلاسه کړي او د قاچاق مخه يې نیولې ده. په ورته وخت کې د بامیان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر آمر رحمت الله رحماني وویل چې نیول شوي تاریخي اثار د وزارت د لارښوونې پر بنسټ دوی ته تسلیم شوي دي.
































