ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سون توکو (نفتو) قاچاق افغانستان او پاکستان ته زیات شوی دی. په راپور کې راغلي چې د ایران په ګاونډیو هېوادونو کې د تېل او ګازو لوړه بیه د ایران د سون توکو د قاچاق لامل شوی دی. د دغه راپور د شمېرو پر بنسټ «له ۱۳۹۸ تر ۱۳۹۹ او حتا ۱۴۰۰ کلونو کې، د کرونا ویروس د نفتو په قاچاق کې اغېزمن رول درلود؛ خو له تېر کال راهیسې په سویلي خراسان کې د نفتو قاچاق زیاتوالی موندلی او درېنیم برابره زیاتوالی ښي.
































