د میدان وردګو ولایت مسوولین وایي، چې په تېرو جګړو کې د دغه ولایت د ویجاړو او تخریب شویو ولسوالیو ودانۍ بیارغول کیږي. د دې ولایت والي پرون دایمیرداد ولسوالۍ ته د ګډ پلاوي په مشرۍ د سفر په ترڅ کې ولسونو ته ډاډ ورکړی، چې د ولسوالۍ د ودانۍ رغولو ترڅنګ به یې اساسي ستونزو ته رسېدنه وکړي. نوموړي ویلي، چې په تېر جګړو کې د دغه ولایت ګڼ شمېر سیمې زیانمنې شوې او اوسېدونکو یې زیات زیان لیدلی، نوموړي زیاته کړې چې د تېرو جګړو له امله د یو شمېر ولسوالیو ودانۍ تخریب شوې، چې په نږدې موده کې به یې د بیارغونې کارونه پیل شي. په میدان وردګو ولایت کې تېرو جګړو د دې ولایت هرې برخې ته سخت زیان رسولی چې اوس خلک د بیارغولو غوښتنه کوي.
































