د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې لپاره د لسګونو روغتیاپالانو د روزنې خبر ورکوي. د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون ویلي چې د جنوبي حوزې د ۱۲ روغتونونو ۲۸ روغتیایي کارکوونکو او یوولسو نرسانو ته یې د سختې خوارځواکۍ د مرکزونو په بستري برخو کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې یو روزنیز کورس پای ته ورساوه. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې د درملنې دا ډول ۱۳۰ مرکزونو ملاتړ کوي. د روغتیا نړیوال سازمان د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې ویلي وو چې په افغانستان کې له درې ميلیونه زیات ماشومان او له اته سوه زره زیاتې امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي.
































