اوکرایني چارواکي وایي چې د دې هېواد سمندري ځواکونه له روسیې سره جګړې ته په چمتوالي بوخت دي. د ریانویسټي خبري اژانس د خبر له مخې، دا خبره د اوکراین د سمندري ځواکونو مشر دریادار الکسي نیژپاپا کړې ده او زیاته کړې یې ده چې روسیه له خپل حده اوړي نو دوی هم مجبور دي پر وړاندې یې بې مخیني اقدام ته چمتوالی ونیسي. هغه ویلي چې اوکراین د خپلې خاورې (کریمیا) بیا ځلې یو ځای کېدو ته ژمنه ده او دوی به د دې هدف لاسته راوړلو لپاره له هیڅ ډول هڅې او ګواښ څخه مخ ونه ګرځوي. هغه که څه هم ویلي چې دا جګړه به د دوی لپاره اسانه نه وي خو ټینګار یې کړی دی چې دا یوازې خبره نه بلکې قوي او نه ماتېدونکې ژمنه ده.
































