مالیې وزارت په هرات کې د اسلام کلا ګمرک د فعالیتونو د درېدو ادعاوې رد کړې دي. د اسلام کلا ګمرک مسوولین وايي، چې ځینو رسنیو ددغه ګمرک د فعالیتونو د درېدو په اړه ناسم راپورونه خپاره کړي، چې هېڅ ډول حقیقت نه لري. دوی وایي، چې د اسلام کلا ګمرک چارې په عادي ډول روانې دي او خلکو ته اړین خدامات وړاندې کوي.
































