کابل ښاروالي وایي، چې د لومړۍ ناحیې اړوند د یک پسهګي پله د بنسټیزې رغونې او ښکلي کولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د څرګندونو له مخې، ښاروالۍ د پله پر کانکریټولو، کټارو لګولو او رنګولو راڅرخي. دا پل ۴۵ متره اوږدوالی او ۲ اعشاریه ۷۵ متره پلنوالی لري؛ دا د کابل پر سیند د پليو لارویو لپاره پخوانی جوړ شوی پل دی، چې اوس یې هم خلک د مرداخانې له سیمې څخه د علیمردان باغ او نورو اړوند سیمو ته د تګ راتګ لپاره کاروي. د تاریخي څرګندونو له مخې، دغه پل د لومړي ځل لپاره شاوخوا درې پېړۍ مخکې په لومړنۍ بڼه جوړ شوى، چې اوس هم پخپله بڼه خوندي پاتې دى.
































