په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره لېدلي او د افغانستان او نړيوالې ټولنې تر منځ د تعامل او د افغانستان او سيمې د روان وضعيت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د دې وزارت مرستیال ویاند وایي، سرپرست وزیر له نوموړې سره په خبرو کې ویلي، چې په هېواد کې د امنيت او ثبات له راتګ وروسته، د دې وخت را رسېدلی چې د ملت د “کړاو” راکمولو لپاره د “تيوريکي بحثونو” پر ځای پر عملي ګامونو غور وشي. د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند د اوتونبایوا په حواله ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لومړيتوب بشري وضعيت ته رسېدنه او افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ پرمختيايي مرستې راوړل هم دي. پهدې لېدنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست له نړيوالې ټولنې سره د تعامل لپاره چمتووالی څرګند کړی او له مرستندويه ادارو سره يې د سرپرست حکومت لهخوا د هر ډول همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
































