په افغانستان کې د پولیو یوه بله پېښه په ننګرهار ولایت کې ثبت شوه، چې دا په روان میلادي کال کې د ګوزڼ یا پولیو څلورمه پېښه ده. د عامې روغتیا وزارت وايي، څلورمه پېښه د یوه څلور کلن ماشوم ده. د ملګرو ملتونو یونېسف ادارې د پولیو برخې د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه د پوليو د تازه پېښې ثبتېدل تاييد کړي. د سږ کال درې نورې پېښې هم په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ثبت شوي دي. کابو دوې میاشتې پخوا د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د پولیو د مخنیوي په هدف تر پنځو کلونو کشرو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شو.
































